
افغانستان کې د روانو نښتو او تاوتريخوالو په ترڅ کې امنيت شورا د افغان حکومت او ناټو د هغه تړونهر کلی کړی، چې ناټو عسکر به افغانستان کې د غيرنظامي ماموريت په موخه افغانستان کې پاتې وي.امنيتي شورا په خپله وروستۍ اعلاميه کې د ياد تړون هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د ناټو عسکرو شتون به د افغانستان په امنيت او ثبات کېرغنده رول ولري او افغان امنيتي ځواکونه به وروزي، تر څو د طالبانو پر ضد جګړو کې برخه واخلي.د امنيت شورا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې تېر ديارلس کاله نړيوالو عسکرو افغانستان کې د مخالفينو پر ضد مبارزه وکړه او د ايساف نظامي ماموريت د روان ۲۰۱۴ کال تر پايه سرته رسيږي، مګر د ناټو او امريکا ۱۲ زره عسکر به افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو د روزنې په موخه دغه هېواد کې پاتې وي.په ياده اعلاميه کې راغلي، چې افغان امنيتي عسکر اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.په جګړو کې مهارت نه لري، هوايي ځواک يې کمزوری او بې باوره دی د دفاع وزارت په ګډون ټول حکومت له اداري فساده ډک دی او دوی هڅه کوي، چې دغه ستونزې حل کړي او امنيتي چارو کې د ښځو ونډه هم پراخه کړي او د دې لپاره په نوې کړنلاره کار کوي.امنيت شوار وايي، چې د ناټو دنده به پلازمېنه کابلکې د امنيتي عسکرو روزنه وي، مګر د جګړې په ډګر کې به هم افغان عسکرو ته سلامشورې ورکوي او دوی له تېرو ديارلسو کالو راهيسې هڅه کوي، چې افغانستان کې امنيت او ديموکراسي پلې کړي او د خلکو حقونه خوندي شي.امنيت شورا وايي، چې ناټو، افغان حکومت او يونامابايد په ګډه د امنيت لپاره هڅې وکړي او په لاره کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي.د امنيت شورا په اعلاميه کې د فرانسې پر کلتوريخونې د سرتيري بريد غندنه شوې ده. د فرانسې د مرکز له بریده یوه ورځ وړاندې د غوربند په سياګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي په ماشومانو د ايساف د څارګرې الوتکې د هوايي بريد په اړه اعلامیه کې څه نه دي ویل شوي.امنيت شورا ټينګار کوي، چې د طالبانو بريدونه او چاودنې به افغانستان کې د نړيوالو عسکر او د يموکراسۍ پر وړاندې هيڅ خنډ نه شي او دوی د ملګرو ملتونو د منشور او نړيوال قانون له مخې هر ځای د تروريستانو د ګواښ د له منځه وړلو اختيار لري.بهرني عسکر په رښتيا په جګړو کې برخه نه اخلي؟امريکا او ناټو ګډ حکومت سره شوي امنيتي تړونکې ويلي، چې د نوي ۲۰۱۵م کال په راتلو به بهرني عسکر افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي او يوازې د افغان عسکرو د روزنې مسؤوليت به يې پر غاړه وي. مګر د امریکا ولسمشر اوباما دوې اوونۍ وړاندې هغه پټ سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې په افغانستان کې د دې هېواد جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۵م کال تر پایه دوام کوي.د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو لندن ميشتی کارپوه معين رؤوف روسيتلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې ناټو او امريکايي عسکر به راتلونکي وخت کې هم په جګړو کې برخه اخلي او دا اعلان يې يوازې د دې لپاره کړی، که سبا طالبان بريالي کيږي، نو ناټو او امريکا به نړيوالو ته له دې پړې ځانونه پاک بولي او د ماتې پړه به يوازې د افغان حکومت پر اوږو وي.معين رؤوف زياتوي »کومه جګړه چې د ديارلسو کالوپه ترڅ کې امريکا او ناټو ونه ګټله، نو افغان عسکر به يې څنګه وګټي«معين رؤوف زياتوي، چې افغانستان کې د امريکا او نړيوالې ټولنې ماموريت په بشپړه توګه ناکامه دی؛ ځکه چې امريکا د طالبانو نظام د دې لپاره ړنګ کړ، چې طالبان او پلويان يې له منځه يوسي، مګر امريکا نه يوازې دا چې طالبان يې کمزوري يا له منځه يو نه وړل، بلکې طالبان تر پخوا هم غښتلي دي او د افغانستان ډېره برخه اوس هم د طالبانو په واک کې ده او خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو په نظام حلوي.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0